سیمه

رویټرز: شاوخوا ۴۰ زره پاکستاني سرتېري په سعودي عربستان کې ځای پر ځای شوي

رویټرز د یوه پاکستاني چارواکي په حواله راپور ورکړی چې د پاکستان له ۳۰ تر ۴۰ زرو پورې سرتېري په سعودي عربستان کې ځای پر ځای شوي، څو د دغه هېواد د ځمکنيو پولو په دفاع او د یمن د انصارالله د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیزو بریدونو پر وړاندې په مقابله کې مرسته وکړي.

د راپور پر بنسټ، پاکستاني ځواکونه د تېر کال له پیل راهیسې په څو پړاوونو کې او د وروستیو نښتو له زیاتېدو وروسته سعودي عربستان ته تللي دي؛ خو اسلام‌اباد تر اوسه یمن ته د سرتېرو د استولو او په مستقیمو جګړه‌ییزو عملیاتو کې د ګډون په اړه پرېکړه نه ده کړې.

رویټرز د سیمه‌ییزو او لوېدیځو چارواکو په حواله هم راپور ورکړی چې سعودي عربستان د انصارالله پر وړاندې د عملیاتو لپاره بېلابېل انتخابونه ارزوي، چې د سره سمندرګي د بېړۍ‌چلونې د مسیرونو خوندي کول او په څو جبهو کې عملیات هم پکې شامل دي.

 

په راپور کې راغلي چې پاکستان د سرتېرو د استولو ترڅنګ، د پوځي تجهیزاتو په برخه کې هم له سعودي عربستان سره مرسته کړې او تېره میاشت یې د هوايي دفاعي تجهیزاتو، سپکو توپونو، بې‌پیلوټه الوتکو او د بې‌پیلوټه الوتکو ضد سیستمونو بار څلور پوځي ترانسپورتي الوتکې عدن ته استولې دي.

رویټرز د څو پاکستاني او سعودي چارواکو او یوه لوېدیځ ډیپلومات په حواله ویلي چې د پاکستان پوځي سلاکاران هم د سعودي ځواکونو ترڅنګ حضور لري؛ خو د سعودي عربستان د احتمالي عملیاتو او د پاکستاني ځواکونو د رول اړوند جزئیات په خپلواک ډول نه دي تایید شوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button