نړۍ
لوېدیځې ورځپاڼه: روسیه د لوړ کیفیت او ارزانه وسلو په تولید کې له اوکراین او امریکا مخکې شوې ده
یوې لوېدیځې ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي، چې روسیه د لوړ کیفیت او کملګښته وسلو د تولید په برخه کې له اوکراین او امریکا څخه مخکې شوې ده.
د راپور له مخې، د روسیې نوي «ګیران» (Geran) بېپیلوټه الوتکې او د «باندورول» (Banderol) کروز توغندي په پرمختللو برېښنايي سیسټمونو سمبال شوي، چې د هدفونو د دقیقې پېژندنې او تعقیب وړتیا یې لوړه کړې او د هوايي دفاعي سیسټمونو د تېرېدو توان یې هم زیات کړی دی.
پخواني راپورونه هم ښيي چې د روسي بېپیلوټه الوتکو پرمختګ د دې هېواد هغه وړتیا روښانه کړې، چې په پراخه کچه نوي وسلې رامنځته، لا پیاوړې او په لویه کچه تولید کړي.








