نړۍ

لوېدیځې ورځپاڼه: روسیه د لوړ کیفیت او ارزانه وسلو په تولید کې له اوکراین او امریکا مخکې شوې ده

یوې لوېدیځې ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي، چې روسیه د لوړ کیفیت او کم‌لګښته وسلو د تولید په برخه کې له اوکراین او امریکا څخه مخکې شوې ده.

د راپور له مخې، د روسیې نوي «ګیران» (Geran) بې‌پیلوټه الوتکې او د «باندورول» (Banderol) کروز توغندي په پرمختللو برېښنايي سیسټمونو سمبال شوي، چې د هدفونو د دقیقې پېژندنې او تعقیب وړتیا یې لوړه کړې او د هوايي دفاعي سیسټمونو د تېرېدو توان یې هم زیات کړی دی.

پخواني راپورونه هم ښيي چې د روسي بې‌پیلوټه الوتکو پرمختګ د دې هېواد هغه وړتیا روښانه کړې، چې په پراخه کچه نوي وسلې رامنځته، لا پیاوړې او په لویه کچه تولید کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button