د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې واشنګټن باید له افغانستان سره تعامل ولري او د خپلو ملي ګټو د ساتنې لپاره هڅې وکړي.
خلیلزاد ویلي، د امریکا له اساسي ګټو څخه یوه دا ده چې افغانستان یو ځل بیا د امریکا ضد ترهګرو ډلو پر مرکز بدل نه شي او دغه هېواد د اقتصادي پراختیا پر لور حرکت وکړي.
هغه زیاته کړې، که امریکا له افغانستان سره تعامل ونه کړي، رامنځته شوې تشه به د چین او روسیې په څېر سیالان ډکه کړي؛ له همدې امله، د واشنګټن سیاستونه باید د افغانستان د اوسنیو او راتلونکو شرایطو په پام کې نیولو سره تنظیم شي.








