نړۍ

روسیه په دونیڅک کې د یوه ښارګوټي د آزادولو او د سلګونو بې‌پیلوټه الوتکو د نسکورولو خبر ورکړ

د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې د مرکزي قول اردو د یوې برخې د قطعاتو د عملیاتو په پایله کې یې د دونیڅک په سیمه کې «وسېلویه» ښارګوټی تر خپل کنټرول لاندې راوستی دی.

دغه وزارت همداراز ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۷۰ بې‌پیلوټه الوتکې او اووه هدایت کېدونکي هوايي بمونه نسکور شوي دي.

د روسیې دفاع وزارت زیاته کړې، چې د چرنومورسک په بندر کې هغه زیربنايي تأسیسات، چې پوځي موخو لپاره کارول کېدل، دوه بار وړونکې بېړۍ چې اوکرایني ځواکونو ته یې وسلې او پوځي تجهیزات لېږدول او یوه سمندري یدک‌کښه بېړۍ په نښه شوې ده.

د دغه وزارت په وینا، «ګران» بې‌پیلوټه الوتکو په کییف کې د معلوماتو د پروسس یو مرکز هم په نښه کړی، چې پوځي تجهیزات پکې ساتل کېدل.

له بلې خوا، د روسیې د بلګورود والي الکساندر شووایف ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه سیمه کې د اوکرایني ځواکونو د ړندو بریدونو له امله یو ملکي وګړی وژل شوی او ۱۴ نور، چې څلور ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button