سیمهنړۍ

انصارالله: له ټرمپ سره د اړیکې ادعا دروغ او بې‌اساسه ده

د یمن د انصارالله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي حزام الاسد د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ادعا رد کړې چې ګواکې دغه غورځنګ له نوموړي سره اړیکه نیولې او له امریکا یې غوښتي چې په روانو تحولاتو کې لاسوهنه ونه کړي.

الاسد د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې هغه د خپلې همېشنۍ تګلارې له مخې یو ځل بیا له بې‌اساسه روایتونو او دروغو سره راڅرګند شوی او د انصارالله له لوري له ټرمپ سره د اړیکې په اړه مطرح شوې ادعا په اصل کې دروغ او بې‌اساسه ده.

ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې ادعا کړې وه چې د یمن انصارالله غورځنګ له نوموړي سره اړیکه نیولې او له امریکا یې غوښتي چې په روانو تحولاتو کې لاسوهنه ونه کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button