د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د «حکومت در آینه مطبوعات» پروګرام په اتمه خبري غونډه کې، د پاکستان له خوا د افغان طب محصلینو د ایستلو پرېکړه «غیرانساني» او «د خواشینۍ وړ» وبلله.
ښاغلي مجاهد له پاکستان حکومت څخه وغوښتل چې په دې پرېکړه کې بیاکتنه وکړي او افغان محصلینو ته د خپلو زدهکړو د دوام زمینه برابره کړي.
نوموړي همداراز وویل چې د اسلامي امارت د لوړو زدهکړو وزارت بشپړ چمتووالی لري، څو هغه افغان محصلین چې له پاکستان څخه وتلو ته اړ کېږي، د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې جذب کړي.








