یوه امریکايي چارواکي له رویټرز سره په خبرو کې په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ د یوې خپلواکې تر اوبو لاندې بېړۍ د پېښې رامنځته کېدل تأیید کړي او ادعا یې کړې چې دغه بېړۍ د تخنیکي ستونزې له امله له کاره لوېدلې ده.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو تر دې وړاندې د هرمز تنګي په سیمه کې د یوې امریکايي هوښیارې تر اوبو لاندې بېپیلوټه بېړۍ د نیولو خبر ورکړی و.
د سنتکام ویاند هم له الجزیرې شبکې سره په خبرو کې د سیمې په اوبو کې د امریکا د یوې تر اوبو لاندې بېپیلوټه بېړۍ له لاسه ورکول تأیید کړي، خو ادعا یې کړې چې دغه بېړۍ د ماموریت پر مهال له تخنیکي ستونزې سره مخ شوې او له کاره لوېدلې ده.
د «Dive-LD» په نوم خپلواکه تر اوبو لاندې بېړۍ د امریکايي شرکت «Anduril Industries» له خوا جوړه شوې ده؛ د دې سیستم لومړنۍ بېلګه په ۲۰۲۵ کال کې د امریکا د سمندري ځواکونو د بېپیلوټه تر اوبو لاندې سیستمونو قطعې ته وسپارل شوه.
دغه سیستم شاوخوا ۵.۸ متره اوږدوالی او نږدې درې ټنه وزن لري او په ژورو اوبو کې د اوږدمهاله ماموریتونو د خپلواک ترسره کولو لپاره طرحه شوی دی.
د سپاه سمندري ځواکونو اعلان کړی چې دغه بېړۍ په دې وروستیو کې د هرمز په تنګي کې نیول شوې ده.








