الجزیره: د هرمز له تنګي څخه د تېرېدو د نوې لارې په اړه د ایران او عمان د هوکړې جزئیات
د الجزیرې د راپور پر بنسټ، د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریبآبادي د اګست میاشتې په وروستیو کې ویلي، چې ایران او عمان هوکړه کړې ده چې د هرمز له تنګي څخه د تېرېدو د نوې لارې د ننوتلو او وتلو مسیر به د ایران له ځمکنیو اوبو څخه تېرېږي.
دا ترانزیټي مسیر به لنډمهاله وي او شاوخوا ۷ میله، چې له ۱۱.۳ کیلومتره سره برابرېږي، پلنوالی به ولري؛ خو لا هم د مسیر د کره مختصاتو، د بېړیو د خوندي تګ راتګ د پیل وخت او له دې مسیر څخه د عوایدو د رامنځته کولو څرنګوالي په ګډون مهم جزئیات نه دي روښانه شوي.
همدارنګه لا څرګنده نه ده چې د دې مسیر د کارولو لپاره به کوم عملیاتي پروتوکولونه په پام کې نیول کېږي او ایا د ځینو بېړیو یا د ځانګړو هېوادونو د بیرغ لرونکو بېړیو تګ راتګ به منع وي که نه.
غریبآبادي ویلي، چې له دې هوکړې سره سره به د هرمز تنګی بېرته پرانیستل نه شي او له امریکا څخه یې غوښتي چې د جون میاشتې د سولې د هوکړې پر خپلو ژمنو، چې د بندیزونو کمول او د ایران د کنګل شویو شتمنیو آزادول هم پکې شامل دي، عمل وکړي.








