افغانستانسیمه

افغان سفیر: د افغانستان ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه دی

په اسلام آباد کې د افغانستان د اسلامي امارت شارژدافیر سردار احمد شکیب وايي چې د افغانستان اوسنی امنیت او ثبات نه یوازې د دې هیواد د خلکو اړتیا ده، بلکې د سیمې او نړۍ په ګټه هم ده.

د اسد د ۱۴مې په مناسبت د افغانستان په سفارت کې په مراسمو کې د وینا پر مهال هغه وویل چې یو خوندي او باثباته افغانستان کولی شي د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د سیمه ییز اتصال، سوداګرۍ، ټرانزیټ، پانګونې او اقتصادي او انرژۍ همکارۍ پراختیا لپاره اساس برابر کړي.

ښاغلي شکیب ټینګار وکړ چې افغانستان نه غواړي د جیوپولیتیک سیالۍ ډګر شي، بلکې غواړي د سیمه ییز اتصال، سوداګرۍ، ټرانزیټ، ډیالوګ او همکارۍ لپاره پل شي.

هغه د ګاونډیو هیوادونو، په ځانګړې توګه پاکستان سره اړیکې د متقابل درناوي، مساوي حاکمیت، نه لاسوهنې او ګډو ګټو پر بنسټ مهمې وګڼلې او ویې ویل چې سیمه ییز توپیرونه باید د خبرو اترو او سیاسي بحث له لارې حل شي.

افغان سفیر همدارنګه ټینګار وکړ چې کابل د نورو هیوادونو پر وړاندې د افغانستان خاورې کارولو ته اجازه نه ورکوي او په بدل کې تمه لري چې د نورو هیوادونو خاوره به د افغانستان پر وړاندې ونه کارول شي.

#افغانستان #پاکستان #ثبات #امنیت #سوداګري #ترانزیت #سیمه ایزه_همکاري #سفیر_ټی وی

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button