افغانستان
د سالنګ په لویه لاره د لارۍ د ټکر له امله دوه کسان مړه شوي
د بغلان د پولیسو قومانداني اعلان کړی چې د شمالي سالنګ د لویې لارې په “ټانکلار” سیمه کې د دوو لاریو ترمنځ د ټکر له امله دوه کسان مړه شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، دا پېښه پرون د یوې لارۍ کې د تخنیکي ستونزې له امله رامنځته شوه.
د بغلان د پولیسو قومانداني د ټرافیکي پیښو تر شا د موټر چلوونکي بې احتیاطي او د سړک خرابوالی د اصلي عواملو په توګه یاد کړی دی.
#بغلان #سالنګ #ټرافیکي_پیښه #افغانستان #سفیر_ټی وی








