سیمه ییزو رسنیو او د اکسیوس نیوز ویب پاڼې د یو امریکایي چارواکي په حواله راپور ورکړی چې ایران په اردن کې د امریکا پر پوځي اډې د توغندیو برید کړی، چې له امله یې په اډه کې څو چاودنې اوریدل شوي دي.
په ورته وخت کې، ځینو رسنیو او غیر رسمي سرچینو راپور ورکړی چې لږترلږه یو بالستیک توغندی پر اډه ولګېد او د پیښې له ځای څخه یې لومړني انځورونه خپاره کړل.
برعکس، د امریکا مرکزي قومانده (CENTCOM) اعلان کړی چې د ایران انقلابي ګارډ قول اردو په اردن کې د امریکا پر ځواکونو ناڅاپي برید کړی، خو ټول توغندي شنډ شوي او د هیواد ځواکونه په تیارسۍ کې دي.
#ایران #اردن #امریکا #سینټي کام #اکسیوس #سیمه ییز_بدلونونه #سفیر_ټلویزیون
د لاندې لینک څخه د خبرونو پورې اړوند ویډیو وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/34426?single







