افغانستان
په جوزجان ولایت کې له ۳۶۷۰۰۰ جریبه څخه زیاته عامه څړځایونه جوړ شوي دي
د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون اعلان کړی چې په جوزجان ولایت کې د سلګونو زره جریبه ځمکې له معاینې وروسته، دوی په دې ولایت کې له ۳۶۷۵۷۳ جریبه څخه زیاته عامه څړځایونه جوړ او ثبت کړي دي.
د کمیسیون په وینا، دا څړځایونه په شبرغان ښار او د خواجه دوکوه، خانقاه، قوش تپه، آقچه، فیض آباد او درزاب ولسوالیو کې موقعیت لري.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د دې ځمکو له ۳۴۴۰۰۰ جریبه څخه زیاته لاهم د څړځایونو په توګه پاتې ده، خو له ۲۳۰۰۰ جریبه څخه زیاته په کرنیزو ځمکو، استوګنیزو کورونو او نورو استعمالونو بدله شوې ده.
چارواکي وايي چې د عامه ځمکو د جوړولو او ثبت پروسه په ټول هیواد کې د ځمکو د غصب مخنیوي او د عامه ملکیتونو د ساتنې په هدف دوام لري.
#افغانستان #جوزجان #ځمکه_استعمال #څړځاي








