افغانستان

د هرات په اسلام کلا لویه لاره کې د خزانې د موندلو ۱۰ وسایل کشف او ضبط شوي

د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د هرات ولایت د لویو لارو د کنډک د قوماندې غړو د تلاشۍ او کنټرول عملیاتو په جریان کې د اسلام کلا لویه لاره کې د خزانې د موندلو ۱۰ وسایل کشف او ضبط کړي دي.

د وزارت په وینا، کشف شوي وسایل هغه وسایل دي چې د ځمکې لاندې شیانو د موندلو لپاره کارول کیږي.

د دې قضیې په تړاو، یو کس نیول شوی او د نورو تحقیقاتو او قانوني پروسیجرونو لپاره عدلي او قانوني ادارو ته سپارل شوی دی.

#هرات #اسلام_قلعه #د_خزان_لټول #د_کورنیو_چارو_وزارت_افغانستان #سفیر_ټی وی

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button