افغانستاننړۍ

د تاشکند د نړیوال پانګونې فورم (TIIF-2026) د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان د اسلامي امارت د پلاوي ګډون

د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې د وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د تاشکند د نړیوال پانګونې فورم (TIIF-2026) د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان د اسلامي امارت د پلاوي په مشرۍ ګډون کړی دی.

د فورم د پرانیستې په مراسمو کې، شوکت میرضیایف د اقتصادي اصلاحاتو، د سیمه ییزې همکارۍ پراخولو، د پانګونې پراختیا او د هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا په اړه وینا وکړه.

په دې غونډه کې د نړۍ د شاوخوا 90 هیوادونو ولسمشرانو، لومړي وزیرانو، وزیرانو، نړیوالو پانګوالو، سوداګرو او د اقتصادي ادارو استازو ګډون کړی و.

د دې فورم د جوړولو موخه د اقتصادي همکارۍ، پانګونې جذبولو او د سیمې او نړۍ د هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا لپاره نوي فرصتونه رامینځته کول دي.

#افغانستان #ازبکستان #تاشکند #پانګه #مولوي_احمدالله_زاهد #شوکت_میرضیایف #اقتصاد

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button