په یوه ورځ کې ۵۹۲ کډوالې کورنۍ هیواد ته راستنې شوې
د کډوالو د ستونزو د حل کمیسیون اعلان کړی چې پرون د تورخم، سپین بولدک، پل ابریشم نیمروز او اسلام قلعه هرات بندرونو له لارې ۵۹۲ کډوالې کورنۍ هیواد ته راستنې شوې.
د دې کمیسیون د راپور له مخې، چې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت لخوا خپور شوی، ډیری کډوال د تورخم بندر له لارې هیواد ته داخل شوي؛ سلګونه کورنۍ هم د نوم لیکنې وروسته مختلفو ولایتونو ته لیږدول شوي دي.
کمیسیون وايي چې د کډوالو د لیږدولو او راستنیدونکو کورنیو ته د نغدي مرستو رسولو لپاره ملیونونه افغانۍ مصرف شوي، او د هرکلي په مرکزونو کې روغتیا، خواړه او مخابراتي خدمات هم ورته چمتو شوي دي.
د دې راپور پر بنسټ، په ټولیزه توګه ۷۰۲ کورنۍ، چې ۴۲۲۶ کسان پکې شامل دي، مختلفو ولایتونو ته لیږدول شوي او ۷۱۰ کورنیو هم نغدي مرستې او ملاتړ خدمات ترلاسه کړي دي.
#کډوال #کډوالو_بیرته_راګرځېدل #افغانستان #تورخم #سپین_بولدک #اسلام_قلعه #نیمروز








