افغانستاننړۍ

د متحده عربي اماراتو استازي او د یوناما مشر په افغانستان کې د پرمختګونو په اړه خبرې وکړې

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو د دایمي استازي مرستیال غصاق شاهین، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) له مشرې جورجټ ګګنون سره وکتل او په افغانستان کې یې د وروستیو پرمختګونو او د سولې، ثبات او پرمختګ په ملاتړ کې د یوناما رول په اړه بحث وکړ.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو ماموریت اعلان وکړ چې دواړو خواوو د ټولو افغان اتباعو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د ساتنې او په ټولنه کې د بشپړ، مساوي او مؤثره ګډون لپاره د هغوی د ځواکمنولو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، په دې غونډه کې د تعلیمي فرصتونو پراخولو، کارموندنې او په عامه برخو کې د ښځو د ګډون پر زیاتوالي هم ټینګار وشو.

#افغانستان #متحده عربي امارات #یوناما #ملګري ملتونه #ښځې #تعلیم #پرمختګ

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button