افغانستان
د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ په تاکزار کلي کې نوی عامه کتابتون جوړېږي
د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان کړی چې د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ د تکزار کلي په مرکز کې د معیاري عامه کتابتون د جوړولو لپاره ځمکه تایید شوې او په رسمي ډول سپارل شوې ده.
د وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، دا ۶۰۰ مربع متره ځمکه د ځایی اوسیدونکو په همکارۍ د کتابتون د جوړولو لپاره ځانګړې شوې ده.
په هغه غونډه کې چې د ځایی چارواکو، پوهانو او ښوونکو په ګډون جوړه شوې وه، د لوستلو اهمیت او د ټولنې په فکري پرمختګ کې د لوستلو رول باندې ټینګار وشو.
د سرپل د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکو ویلي چې د کتابتونونو جوړول او پیاوړتیا د ځوانانو د پوهاوي او علمي ودې لپاره اساس برابروي.
د سانچارک ولسوالۍ اوسیدونکو هم د دې کتابتون جوړول د لوستلو د کلتور د ودې لپاره یو مهم ګام ګڼلی او په کلتوري او علمي پروګرامونو کې یې پر دوامداره همکارۍ ټینګار کړی دی.








