د افغانستان د ۲۰ کلنو فوټبال ټیم به نن (سه شنبه، د غوایي ۲۲مه، ۱۴۰۵) د مرکزي آسیا د فوټبال اتلولۍ “CAFA ۲۰۲۶” کې خپله لومړۍ لوبه کې د ترکمنستان سره مخ شي.
ټاکل شوې ده چې دا لوبه د غرمې په ۱۲:۰۰ بجو ترسره شي؛ د CAFA سیالۍ به د تاجکستان په کوربه توب د پنځو ټیمونو په ګډون د ثور له ۱۰ څخه تر ۳۰ پورې ترسره شي.
په دې سیالۍ کې د افغانستان د ټیم د لوبو مهالویش د ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او قرغزستان سره لوبې شاملې دي.
د افغانستان د ۲۰ کلنو ټیم مشري د افغانستان د لویانو د فوټبال ملي ټیم د برازیل د مشر روزونکي جوز انتونیو نوګیرا په غاړه ده، او ټیم د ۲۰ لوبغاړو په ترکیب سره په سیالۍ کې برخه اخیستې ده.
د ټیم مدیرانو رسمي غونډه او د ګډون کوونکو ټیمونو د یونیفورم د پرانستلو مراسم هم په دوشنبه کې ترسره شول، او جوز انتونیو نوګیرا هم د سیالۍ له پیل څخه مخکې په مطبوعاتي کنفرانس کې برخه واخیسته.








