د افغانستان لپاره د برتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي ټینګار وکړ چې د هغه هیواد د افغانستان د خلکو ملاتړ او د هیواد لپاره د باثباته راتلونکي ترلاسه کولو ته ژمن دی.
د نوي کال د پیل په مناسبت په یوه پیغام کې، هغه د افغانستان خلکو ته د سولې، امنیت او امید هیله وکړه.








