افغانستانسیمه

د پاکستان صدراعظم: د افغانستان له خاورې ترهګري بیا زیاته شوې ده

د جمعې په ورځ (۲۱ لېندۍ ۱۴۰۴)، د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په عشق آباد کې د “سولې او باور نړیوال کال ۲۰۲۵” په اړه په نړیوال فورم کې ادعا وکړه چې هیواد یې یو ځل بیا د افغانستان له خاورې څخه د ترهګریزو بریدونو د زیاتوالي شاهد دی.

دې مسلې ته په اشارې سره، شهباز شریف له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان اسلامي امارت وهڅوي چې خپل نړیوال مکلفیتونه په بشپړه توګه پلي کړي.

تر اوسه پورې، د بهرنیو چارو وزارت یا د اسلامي امارت ویاندانو د پاکستان د لومړي وزیر د دې نویو څرګندونو په اړه په رسمي ډول غبرګون نه دی ښودلی، خو د کابل چارواکو په وار وار ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هیواد پر ضد ونه کارول شي او ترهګرې ډلې په دې هیواد کې اډه نه لري.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button