د نوي ډیلي په سیاحتي سیمه کې د موټر بم چاودنه: لږترلږه ۸ کسان ووژل شول، ۲۴ ټپیان شول
د هند د پلازمینې یو له لویو سیاحتي مرکزونو څخه د سره کلا د ریل پټلۍ سټیشن ته نږدې یو زورور موټر بم چاودنه وشوه، چې لږترلږه ۸ کسان یې ووژل او ۲۴ نور یې ټپیان کړل.
دا پیښه نن (دوشنبه، د نومبر ۱۰، ۲۰۲۵) په یوه ګڼه ګوڼه او سیاحتي سیمه کې وشوه، او امنیتي ځواکونو سمدلاسه سیمه کلابنده کړه او د ژغورنې او مرستې عملیات یې پیل کړل.
د نوي ډیلي پولیسو چارواکو اعلان وکړ چې چاودنه د موټر بم له امله رامنځته شوې او د عاملینو د پیژندلو لپاره پلټنې روانې دي.
تر اوسه هیڅ ډلې د برید مسؤلیت نه دی منلی.
د هند د تاریخي سمبول په توګه، سره کلا هره ورځ زرګونه کورني او بهرني سیلانیان راجلبوي، او چاودنې په هند کې د سیاحتي سیمو د امنیت په اړه اندیښنې راپورته کړې دي.
د هند د کورنیو چارو وزارت بیړنی حالت اعلان کړی او په ټول نوي ډیلي کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي.
دا پیښه په وروستیو کلونو کې د هند په پلازمېنه کې یو له خونړیو چاودنو څخه ګڼل کیږي او د هندي چارواکو او نړیوالې ټولنې لخوا یې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د خبرونو پورې اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/26727







