افغانستانسیمه

اسلامي امارت په پاکستان کې د ښوونځي په بس باندې ترهګریز برید غندي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د پاکستاني چارواکو دا ادعا په کلکه رد کړه چې ګواکې دا ډول پیښې له افغانستان سره تړاو لري، او د بلوچستان په خوضدر سیمه کې یې د ښوونځي په بس برید وغانده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د هیچا پر ضد وکارول شي.

ښاغلي مجاهد وویل چې پر ماشومانو او ملکي وګړو بریدونه په هیڅ ډول د توجیه وړ نه دي.

د یادونې وړ ده چې پرون د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د زده کونکو یو بس چې د چاودنې ښکار شو، په دې ترهګریز برید کې د څلورو ماشومانو په ګډون پنځه کسان ووژل شول.

یوه بس چې شاوخوا ۴۰ پاکستاني زده کونکي پکې سپاره وو، د خضدار ښار ته نږدې د کوټې-کراچي په لویه لاره روان وو چې چاودنه پرې وشوه.

د پاکستان پوځ وايي چې په چاودنه کې پنځه کسان وژل شوي، چې درې یې ماشومان دي، او څو نور ټپیان شوي دي.

خو د پاکستان یوه حکومتي چارواکي رویټرز ته وویل چې څلور ماشومان مړه شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button