افغانستانسیمه

د اسلام اباد پولیسو د عمران خان د پلویانو د مظاهرې پر مهال ۶۰ افغانان ونیول

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې بندیانو له ځانه سره د سپکو لښتیو، پلخمان او دبرو بنډلونه درلودل.

دا په داسې حال کې ده چې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند تېره ورځ (جمعه، ۱۳ میزان) د اسلام اباد په “ډي چوک” سیمه کې د یوې مظاهرې غږ کړی و. چارواکو د احتجاج ځای ته د خلکو د ورتګ د مخنیوي لپاره سخت امنیتي تدابیر نیولي وو.

چارواکو همدا راز د اسلام اباد او راولپنډۍ تر منځ ټولې لارې بندې کړې او په دواړو ښارونو کې مخابراتي خدمات هم ځنډول شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button