سیمه

تازه: | د لومړنیو پایلو له مخې پزشکیان د ایران د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې مخکښ دی

ایراني رسنیو ویلي، چې تر اوسه په ټول ایران کې له ۴۷، زره۸۰۷سوه ټاکنیزو مرکزونو څخه۲۳میلیونو۶۴۶ زره ۱۳۸ سوه رایې شمېرل شوي دي.

د لومړنیو پایلو له مخې چې نن (شنبه، دچنگاښ ۱۶مه) د سهار په ۵:۳۰ بجو د ایران د انتخاباتو د کمیسیون له خوا اعلان شوه، تر اوسه مسعود پزشکیان۱۲ میلیونو۷۰۴ زره ۹۱۰ سوه او سعید جلیلی ۱۰ میلیونو ۴۷۴زره ۲۳۸ سوه رایې ګټلي دي.

د یادولو وړ ده چې د ایران د څوارلسمې دورې د ولسمشرۍ لپاره رای اچونه د جمعې په سهار په ۸ بجو د دغه هیواد دننه په ۵۸ زره سایټونو او د نړۍ په څه باندې سلو هیوادونو کې په ۳۱۴ سایټونو کې ترسره شوه.

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو په دغه پړاو او په لومړي پړاو کی د دغه هیواد د ولسمشرۍ هیڅ یوه کاندید هم د مطلوبه رایو په ترلاسه کولو سره ونه توانید چې د دغه هیواد د انتخاباتو د څوارلسمې دورې دویم مقام ته لاړ شي.

د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کې مسعود پزشکیان او سعید جلیلی له یو بل سره سیالي کړې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button