سیمه

د برتانوي پوځي پرسونل شخصی معلومات هک شوي

یو شمېر رسنیو نن سهار (سه شنبی د غویی ۱۸مه) خبر ورکړ چې د برتانیا د دفاع وزارت هک شوی او د یو شمېر پوځي منسوبینو شخصی معلومات یې خپاره کړي دي.

بی بی سی دا هم راپور ورکړی چې هک شوی سیستم د برتانیا د وسله والو ځواکونو د اوسنیو او پخوانیو کارکوونکو نومونه او بانکي معلومات لري.

د دغه راپور له مخې، شونې ده چې د برتانیا د پوځ د ځینو منسوبینو ادرسونه هم هک شوي وي.

تر اوسه څرګنده نه ده چې د دې هک کولو تر شا د چا لاس دی، خو ویل کېږي چې هک شوی معلومات د برتانیا د شاهی سمندری، پوځ او هوايی ځواک په اوسنیو او پخوانیو غړو پورې اړه لري.

هک شوی سیستم د بریتانیا د دفاع وزارت څخه بهر د یو قراردادی لخوا اداره کیږي او د دې وزارت عملیاتی معلومات هک شوي ندي.
د بريتانيا د دفاع وزارت ياد سيسټم په سمدستي توګه له واکه لرې کړ او په دې برخه کې څېړنې دوام لري.

د بريتانيا د دفاع وزير ګرانت شاپس په پام کې لري چې د دې پېښې په اړه د استازو جرګې غړو ته معلومات ورکړي او نور معلومات ورکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button