سیمه

له یمن څخه د اشغال شویو سیمو په لور یو توغندی توغول شوی

د اسراییلو پوځ اعلان وکړ چې له یمن څخه د اشغال شویو سیمو په لور یو توغندی توغول شوی دی.

د دې توغندي له توغولو وروسته، د اشغال شویو سیمو په لویو سیمو کې، په شمول د اشغال شوي بیت المقدس، د خطر زنګونه غږیدلي دي.

اشغالګر پوځ دا هم اعلان وکړ چې د توغندیو د مخنیوي لپاره دفاعي سیسټمونه فعال شوي دي.

د اسراییلو چینل ۱۲ تلویزیون راپور ورکړ چې د دې توغندیو د توغولو له امله په تل ابیب کې د بن ګوریون نړیوال هوایی ډګر الوتنې وځنډول شوې.

د دې توغندیو توغولو سلګونه زره صهیونیان پناه ځایونو ته وتښتېدل.

د لاندې لینک څخه د خبرونو پورې اړوند ویډیو وګورئ

https://t.me/SafirTelevision1/22096

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button