افغانستان

د اسلامي امارت د مسؤلینو په حضور کې د کوچني اختر لمونځ په سپیدار ماڼۍ کې اداء شو

د کوچني اختر لمونځ نن سهار د کابل په سپیدار ماڼۍ کې د اسلامی امارت د لوړ پوړو چارواکو او یو شمیر بهرنیو سفیرانو او دیپلوماتانو په ګډون ادا شو.

د لومړي وزير سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د کوچني اختر د لمانځه د ادا کولو پر مهال وويل، د خوښۍ خبره ده، چې نن د افغانستان مسلمان ملت په پوره خوښۍ او سولې سره نمانځي.

مولوي عبدالکبير زياته کړه، چې اوسمهال د افغانانو لپاره د سوله ييز ژوند شرايط برابر دي او په بهر کې له مېشتو افغانانو يې وغوښتل، چې بېرته افغانستان ته راشي او په عزت سره ژوند وکړي.

هغه همدا راز ټینګار کړی، چې اسلامي امارت له نړۍ او په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button