افغانستانویډیويي راپور

د افغاني جامو اغوستلو کلتور په مزارشريف ښار کې وده کړې

په وروستیو کلونو کې د افغاني کمیسونو او پرتوک د اغوستلو کلتور په خپریدو سره په مزارشریف ښار کې د خیاطۍ کاروبار او د ټوکر پلورونکو بازار ګرم شوی دی.

په بلخ کې پلورونکي وايي چې د دغه بازار د ګرمېدو لامل د نوي کال او کوچني اختر رارسېدل دي.

له بلې خوا په بندرونو کې د سوداګریزو توکو ځنډول او د مالیاتو زیاتوالی هغه څه دي، چې د خیاطۍ او عمده پلورونکو د سوداګرۍ پر وړاندې یې ستونزې رامنځته کړې او په دې برخه کې د چارواکو د پاملرنې غوښتنه کوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button