کلتور او تعلیم

یوناما: د نجونو پر زده کړو بندیز دقبول وړ نه دی

د افغانستان د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یوناما له سرپرست حکومت څخه وغوښتل په هېواد کې د نوي تعلیمي کال له پیل سره سم وغوښتل چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي.

یوناما په ایکس پاڼه کې تعلیم “اړین” بللی او ټینګار کوی چې په هیواد کې زده کړه د هرچا لپاره د سولې او سوکالۍ لپاره اړینه ده.

دغه دفتر ویلي چې اوس څه باندې ۹۰۰ ورځې شوې دي چې له ۱۲ کلونو څخه د کم عمره انجونې ښوونځیو او پوهنتونونو ته له ورتګ په افغانستان کې منع شوي دي.

په نوي کال کې له اووم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د نه پرانیستلو په تړاو یوناما ویلي چې د اسلامي امارت چارواکي باید دغه «غیر عادلانه او ناوړه» بندیز پای ته ورسوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button