افغانستان
په بلخ کې ۱۷ درملتونونه او دوه د غاښونو کلینیکونه وتړل شول
د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست وايي چې د دوی د څارنې ټیمونو په کلدار، شورتیپې او دهدادي ولسوالیو کې په یو شمیر درملتونونو او روغتیایی مرکزونو کې څارنه او تفتیشونه ترسره کړي دي.
د دې څارنې په پایله کې، ۱۷ درملتونونه او دوه د غاښونو کلینیکونه د اصولو او مقرراتو د سرغړونې له امله تړل شوي دي.
همدارنګه، د دې تفتیشونو په جریان کې، ۲۱ تاریخ تېر درمل راټول او ضبط شول.
#بلک #عامه روغتیا #درملتون #تادیري درمل #روغتیا څارنه #کلدار #شارتیپې #دهدادي #سفیر تلویزیون








