د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني، هرات ته د خپل سفر په جریان کې د تورګنډي بندر د اورګاډي سټیشن د نویو تاسیساتو د پراختیا او جوړولو څخه لیدنه وکړه.
د ترکمنستان د دولتي شرکت “دیمیرول ګورلوشیک” رییس سردار قربانوف سره په یوه لیدنه کې، د ټولګټو وزیر د پروژې د پرمختګ، موجوده ننګونو او د هغې تخنیکي مشخصاتو په اړه بحث وکړ او د تفاهم یادداشت سره سم د پروژې بشپړیدو باندې یې ټینګار وکړ.
د شرکت رییس ډاډ ورکړ چې پروژه به په خپل وخت، مطلوب کیفیت او تخنیکي معیارونو سره سم بشپړه شي.
د افغانستان او ترکمنستان په پوله کې د تورګنډي بندر د افغانستان، ترکمنستان او مرکزي آسیا ترمنځ د سوداګریزو توکو د لیږد لپاره یو له مهمو ټرانزیټ لارو څخه دی.
#هرات #ترګنډي #ریل پټلۍ #ترانزیت #د_عامه_کارونو_وزارت #ترکمنستان #افغانستان #سفیر_ټی وی







