نړۍ
په تایلینډي ښوونځي کې مرګونې ډزې؛ څو تنه مړه، لږ تر لږه ۲۰ ټپیان
د بنکاک شمال کې د نونتاابوري ولایت په بانګ کرای ولسوالۍ کې په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله ګڼ شمېر کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
د تایلینډ پولیسو اعلان کړی چې بریدګر یو زده کوونکی و، خو د هغه د هویت، د برید د انګېزې یا د قربانیانو د دقیق شمیر په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
د تلفاتو په تایید سره، د پولیسو چارواکو وویل چې د پیښې د کچې په اړه تحقیقات روان دي او نور معلومات به وروسته خپاره شي.
#تایلینډ #ډزې #بنکاک #ښوونځی #پولیس #سفیر_ټی وی
د خبرونو پورې اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/34692








