افغانستان

د بلخ ولایت د شرطه روزنیز مرکز څخه ۳۳۷ فارغین

د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د بلخ، سمنګان، سرپل، جوزجان او فاریاب پنځو ولایتونو د شرطه واحدونو او د شمالي زون د واحدونو ۳۳۷ غړي د نظریاتي او مسلکي زده کړو له ترلاسه کولو وروسته د بلخ ولایت د شرطه روزنیز مرکز څخه فارغ شوي دي.

د فراغت مراسم د بلخ د مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس، د روزنیز مرکز قوماندان استاد سعید احمد زبیر، د پنځو ولایتونو د چارواکو، عالمانو او استادانو په شتون کې ترسره شول؛ ویناوالو د اسلامي نظام په ساتنه، د پولیسو د مسؤلیتونو په ترسره کولو او د زده کړې شوي روزنې په عملي پلي کولو ټینګار وکړ.

د مراسمو په پای کې، فارغینو ته د فراغت سندونه وویشل شول.

#بلخ #د کورنیو چارو وزارت #شرتا #مسلکي_روزنه #امنیت #سفیر_ټی وی

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button