سیمهنړۍ

امریکایي رسنۍ: د ایران د توغندیو بریدونو په ځواب کې د مهماتو کمښت واشنګټن ته ننګونه ده

ځینې امریکایي رسنیو د امریکا د حکومت د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د دفاعي مهماتو په زیرمو کې کمښت د ایران د توغندیو بریدونو ته د ځواب ویلو لپاره د هیواد وړتیا محدوده کړې ده.

برعکس، په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازی مایک والټز د امریکا د دفاعي مهماتو د کمولو یا کمښت په اړه راپورونه رد کړي او هغه یې دروغ بللي دي.

د دې راپورونو پر بنسټ، ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د ایران په وړاندې د پوځي عملیاتو د زیاتولو پریکړه وځنډوله ځکه چې په منځني ختیځ کې د پیټریوټ انټرسیپټر توغندیو او د امریکا د هوايي دفاع نورو مهماتو د زیرمو د کمښت په اړه اندیښنې موجودې وې.

#امریکا #ایران #پیټریوټ #مینډل ایسټ #سفیر_ټی وی

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button