د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) اعلان کړی چې د فبروري په ۲۸مه د ایران سره د شخړې له پیل راهیسې ۱۸ امریکایي سرتیري وژل شوي او ۶۲۴ نور ټپیان شوي دي.
پنټاګون دا هم زیاته کړه چې د ایران په وروستیو بریدونو کې څلور امریکایي سرتیري وژل شوي او ۱۴۰ نور ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې، ځینې سرچینې او څارونکي ادعا کوي چې واشنګټن هڅه کوي د معلوماتو خپرولو محدودولو سره د خپلو پوځي تلفاتو ریښتینې کچه پټه کړي.
له دې مخکې، د انقلابي ګارد ویاند برید جنرال حسین محبي اعلان کړی و چې د تفاهم یادداشت له سرغړونې وروسته د وژل شویو امریکایي سرتیرو شمیر له ۲۰۰ څخه ډیر و؛ یوه ادعا چې لا تر اوسه د خپلواکو سرچینو لخوا نه ده تایید شوې.
#امریکا #پنټاګون #ایران #IRGC #پوځي_تښتونه #سفیر_ټی وی








