د روسیې د ملي امنیت شورا سکرتر سرګي شویګو اعلان وکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړې او د مخدره توکو د قاچاق د کمولو لپاره یې پراخ اقدامات کړي دي.
د تاس خبري اژانس د شویګو له قوله ویلي چې اسلامي امارت د صنعتي مخدره توکو د تولید او صادراتو د یوې لویې برخې د بندولو توان لري.
هغه ټینګار وکړ چې له افغانستان څخه د صنعتي مخدره توکو تولید او لیږد د تیرو وختونو په پرتله نږدې ۹۰ سلنه کم شوی دی.
د روسیې د امنیت شورا سکرتر دا کمښت د مخدره توکو د قاچاق سره د مبارزې لپاره د عملي اقداماتو او هڅو پایله ګڼلې.
د شویګو په وینا، په دې برخه کې دوامداره همکاري او ګډ اقدامات کولی شي د سیمه ایز امنیت ډاډمن کولو او د مخدره توکو د قاچاق د خپریدو مخنیوي کې مهم رول ولوبوي.
#افغانستان #روسیه #سرګي شویګو #مخدره توکي #د_قاچاق_سره_جګړه #سیمه ایز_امنیت








