افغانستانسیمه

د قزاقستان مرستیال صدراعظم به د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره کابل ته سفر وکړي

د بهرنیو چارو وزارت سرچینو اعلان کړی چې د قزاقستان مرستیال صدراعظم سیرک ژومنګرین به نن جمعه (۲۹ غبرګولي ۱۴۰۵) د لوړ پوړي دولتي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ په درې ورځني رسمي سفر کابل ته راشي.

د دې سفر موخه د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، امنیتي، سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې همکارۍ د پراختیا په اړه د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې اترې دي.

پلان شوې ده چې د دې سفر په جریان کې د دواړو هېوادونو د چارواکو، سوداګرو او پانګوالو په ګډون د افغانستان-قزاقستان سوداګریز نندارتون او سوداګریز فورم هم جوړ شي.

په پلاوي کې د قزاقستان د دولتي ادارو یو شمیر لوړ پوړي چارواکي او لسګونه سوداګر، پانګوال او د قزاقستان شرکتونو چارواکي شامل دي.

#افغانستان #قزاقستان #کابل #اقتصادي_همکاري #پانګه اچونه #سوداګري #ټرانزیټ

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button