د مهاجرت نړیوال سازمان په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان کړی چې دوی له پاکستان څخه د افغان کډوالو د پراخ او جبري شړلو په اړه اندیښنه لري او د هیواد له حکومت څخه یې غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دا پروسه ودروي.
په مطبوعاتي اعلامیه کې ویل شوي چې د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې، له پنځو ملیونو څخه ډیر افغانان له ګاونډیو هیوادونو څخه هیواد ته راستانه شوي دي، چې په افغانستان کې یې د بشري وضعیت په خرابوالي منفي اغیزه کړې ده.
دغه سازمان له پاکستان څخه غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو توقیف او جبري شړلو مخه ونیسي او د نړیوالو قوانینو سره سم او د نړیوالو ادارو په همکارۍ د دوی په خپله خوښه بیرته ستنیدو ته لاره هواره کړي.
د مهاجرت نړیوال سازمان ټینګار کړی چې افغان کډوال باید د سیاسي موخو لپاره ونه کارول شي.








