د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د سیلابونو، ځمکې ښویېدو او برېښنا د لوېدو له امله ۱۷ کسان وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان شوي دي
د طبیعي پیښو سره د مبارزې او ځواب ویلو ملي ادارې اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په ۱۳ ولایتونو کې د سیلابونو، ځمکې ښویېدو او برېښنا د لوېدو له امله ۱۷ کسان وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.
د اطلاعاتو او خپرونو رییس او د دې ادارې ویاند حافظ محمد یوسف حماد وویل چې دا مرګ ژوبله او زیانونه په پروان، دایکندي، میدان وردګ، لوګر، هرات، فراه، غور، بادغیس، سمنګان، جوزجان، سرپل، فاریاب او لغمان ولایتونو کې رامنځته شوي دي.
هغه زیاته کړه چې په دغو ولایتونو کې ۱۴۷ استوګنیز کورونه، ۸۰ کیلومتره سړکونه، ۵۸۲ جریبه کرنیزه ځمکه او ۳۱ څاګانې او د اوبو رسولو شبکې هم ویجاړې شوې دي.
په ورته وخت کې، د فواید عامې وزارت اعلان وکړ چې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله، په سرپل، بلخ او بادغیس ولایتونو کې ځینې سړکونه په موقت ډول تړل شوي دي، خو د وزارت ټیمونو په چټکۍ سره د دې لارو د بیا پرانستلو لپاره کار پیل کړی دی





