افغانستانسیمه

د مالیزیا یوه لوړ پوړي پلاوي په کابل کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره وکتل

رسنیو خبر ورکړی، چې نن (چهارشنبه، ‌د غویی ۵) د مالیزیا د لومړي وزیر د استازې شاه زلینا په مشرۍ د مالیزیا یوه پلاوي چې کابل ته راغلی، د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره یې وکتل.

په همدی حال کې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې امیرخان متقی د افغانستان په اړه د مالیزیا د چارواکو د دریځ ستاینه وکړه او د هغو ۳ زره افغانانو لپاره چې دا مهال په مالیزیا کې مېشت دي د روغتیايي او تعلیمي اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه وکړه.

د مالیزیا پلاوي د مالیزیا د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقی پیغام ولوست او هیله یې څرګنده کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه هېواد سوداګریز پلاوی افغانستان ته سفر وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button