افغانستانسیمه

متقي: پاکستان څو مشران لري او له خپلو ټولو ګاونډیانو سره یې ستونزې رامینځته کړې دي

د سیاسي کارپوهانو سره په یوه غونډه کې، د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیر خان متقي، د اسلام آباد پر چلند سختې نیوکې وکړې او ویې ویل: “موږ د پاکستان پر وړاندې د ستراتیژیک صبر پالیسي کارولې ده، خو پاکستان د افغانستان هوايي حریم مات کړی، سوداګریزې لارې یې تړلې او افغان کډوال یې ځورولي دي.”

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال، اسحاق ډار وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره، متقي ټینګار وکړ: “په پاکستان کې د پریکړې کولو واک یوازینی نه دی؛ کله چې وايي، ‘ما د دې مسلې لپاره د پوځ له مشر او لومړي وزیر څخه اجازه اخیستې،’ دا پدې مانا ده چې په هغه هیواد کې څو مشران شتون لري.”

هغه زیاته کړه چې په دوه اړخیزو خبرو اترو کې د پاکستان غوښتنې “د منلو وړ نه دي” او دا چې اسلام آباد اوس مهال د ټولو کورنیو سیاسي ډلو، عالمانو، ګاونډیانو او حتی د خپل اقتصاد سره په بحران او ستونزه کې دی.

د بهرنیو چارو وزیر د نورو ګاونډیو سره د افغانستان ښو اقتصادي اړیکو ته په اشارې سره وویل: “پرته له پاکستان، بل هیڅ هیواد له افغانستان سره ستونزه نلري؛ د پاکستان لخوا د ټرانزیټ لارو تړل د نړیوالو قوانینو خلاف دي.”

د خبرونو پورې اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ

https://t.me/SafirTelevi

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button