د جمعیت علمای اسلام پاکستان (JUI-F) مشر مولانا فضل الرحمن د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې په کلکه وغندلې، چې افغانستان یې “په ځمکه دوزخ” وباله.
مولانا فضل الرحمن په یوه غونډه کې وویل: “د اسراییلو لخوا د سلګونو زرو فلسطینیانو د وژلو او ټپي کولو سره سره، امریکا د صهیونیسټ رژیم ملاتړ ته دوام ورکوي، مګر کله چې د یو افغان لخوا دوه امریکایی اتباعو برید وشو، ټرمپ ټول افغانستان په ځمکه دوزخ بولي؛ دا د هغه لپاره شرم دی.”
د جمعیت علمای اسلام مشر د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف لخوا د نوبل د سولې جایزې د ورکولو وړاندیز باندې هم سختې نیوکې وکړې.








