د امریکا د کورني امنیت وزارت (DHS) یوه سخته اعلامیه خپره کړه، چې په کې ویل شوي چې د جو بایډن د ولسمشرۍ پرمهال او د کابل د ایستلو عملیاتو (۲۰۲۱۱) په جریان کې چې له بشپړ امنیتي معاینې پرته متحده ایالاتو ته لیږدول شوي وو، د پام وړ شمیر افغان اتباعو جدي جرمونه کړي او د امریکایی اتباعو امنیت یې له خطر سره مخ کړی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي: “د بایډن د پخوانۍ ادارې پریکړې چې لسګونه زره افغانانو ته یې د اړینو امنیتي پروسو په بشپړ ډول ترسره کولو پرته متحده ایالاتو ته د ننوتلو اجازه ورکړه، امریکایی ټولنې د مجرمینو، د ترهګرو ډلو سره تړلو اشخاصو او جدي ګواښونو سره مخ کړې.”
د کورني امنیت وزارت، د څو افغان اتباعو عکسونه خپاره کړل چې په دې وروستیو کې د تاوتریخوالي جرمونو، انساني قاچاق او شکمنو ترهګریزو فعالیتونو په تور نیول شوي وو، ټینګار وکړ چې دا قضیې د ۲۰۲۱ کال د ګړندي کډوالۍ پالیسۍ د پایلو یوازې یوه “کوچنۍ نمونه” ده.








