د لبنان په سويل کې د اسراییلو په هوايي بریدونو کې لسګونه کسان ټپیان او ۱۴ تنه شهیدان شوي
د لبنان د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په تیرو څو ساعتونو کې د لبنان په جنوب کې د اسراییلو د هوايي بریدونو په دوام کې، په عین الحلوه کمپ کې لږ تر لږه ۱۴ کسان شهیدان شوي او په صیدا ښار کې لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د لبنان د روغتیا وزارت د راپور له مخې، د صیدا ښار ته نږدې د عین الحلوه په فلسطیني کمپ کې د فوټبال په یوه تالار کې په هوايي برید کې ۱۴ کسان شهیدان شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې، اسراییلي جنګي الوتکو د صیدا ښار د خالد بن الولید جومات سیمه په نښه کړه، چې په پایله کې یې لسګونه اتباع ټپیان شول.
د خپرونې تر وخته پورې، د خالد بن الولید جومات باندې د برید د ټپیانو دقیق شمیر نه دی اعلان شوی، مګر روغتیایی سرچینې راپور ورکوي چې لسګونه ټپیان په صیدا کې طبي مرکزونو ته لیږدول شوي دي.
د لبنان په جنوبي سیمو باندې د اسراییلو نننۍ حملې په داسې حال کې زیاتې شوي چې د نیول شویو سیمو سره د هیواد په جنوبي پولو کې نښتې دویمې میاشتې ته داخلې شوې دي.
د خبرونو پورې اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/26862








