افغانستان

د ننګرهار د کانال کرنیز شرکت کې د زیتون د تیلو په تولید کې ۴۰٪ زیاتوالی راغلی

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اعلان وکړ چې د ننګرهار د کانال کرنیز شرکت کې د زیتون د تیلو تولید د تیر کال په پرتله ۴۰٪ زیاتوالی موندلی دی.

د وزارت په وینا، سږ کال د زیتون د تیلو تولید شاوخوا ۱۹۰،۰۰۰ لیټرو ته رسیدلی، پداسې حال کې چې دا شمیره تیر کال ۱۳۵،۵۰۰ لیټره وه.

همدارنګه، په دې شرکت کې د زیتون حاصلات د تیر کال له ۱۱۰۰ ټنو څخه سږ کال شاوخوا ۱۶۰۰ ټنو ته لوړ شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button