نړۍ
اوکراین خبرداری ورکوي چې که د کیف دفاعي بودیجه کمه شي نو د نورو سیمو له لاسه ورکولو خطر به زیات شي
د اوکراین حکومت خبرداری ورکړی چې که چیرې راتلونکی کال کافي بودیجه ترلاسه نه کړي نو د روسیې له خوا د ډیرو سیمو له لاسه ورکولو خطر زیاتیږي.
د اوکراین لومړي وزیر او دفاع وزیر ډینیس شمیال د شنبې په ورځ (۲۲ وږی ۱۴۰۴) په کیف کې یوې غونډې ته وویل چې د هغه هیواد په ۲۰۲۶ کې د روسیې سره د جګړې لپاره لږترلږه ۱۲۰ ملیارد ډالرو ته اړتیا لري.
هغه ټینګار وکړ چې حتی که جګړه پای ته ورسیږي، د اردو ساتلو لپاره به ورته مقدار ته اړتیا وي.
هغه خبرداری ورکړ چې که اوکراین د جګړې په ډګر کې د روسیې په پرتله له مالي پلوه کمزوری پاتې شي نو د ډیرو سیمو له لاسه ورکولو خطر لري.
دا څرګندونې په داسې حال کې وشوې چې د اوکراین سره د روسیې جګړه خپل څلورم کال ته داخله شوه او د جګړې ورځني لګښتونه په ۲۰۲۴ کې له ۱۴۰ ملیون ډالرو څخه په ۲۰۲۵ کې ۱۷۲ ملیون ډالرو ته لوړ شوي دي.