افغانستاناقتصادسیمه

د کویت پلاوي د افغان کډوالو له وزیر سره وکتل؛ د اسلامي او اقتصادي فرصتونو ټینګار وکړ

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د کویت د پارلمان د پخواني غړي ډاکټر دجیه خلف الشعري په مشرۍ د کویت یوه پلاوي، د خیریه بنسټ غړي جارالله او د کویتي سوداګر شیخ فهد الحنان سره یوځای د چهارشنبې په ورځ (۲۹ زمرۍ ۱۴۰۴) په کابل کې د وزارت د سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر سره ولیدل.

ډاکټر دجیه خلف الشعري په دې غونډه کې وویل چې افغانستان ته د پلاوي د سفر موخه د اسلامي نړۍ او اسلامي امارت سره د اړیکو پیاوړتیا ده.

هغه ټینګار وکړ چې د اسلامي هیوادونو ترمنځ نږدې او مثبتې اړیکې د ورځې اړتیا ده او د هغوی د پیاوړتیا لپاره باید هڅې وشي.

مولوي عبدالکبیر هم په دې غونډه کې د کویت پلاوي هرکلی وکړ او ویې ویل چې له اسلامي هیوادونو سره د مثبتو اړیکو جوړول د اسلامي امارت د پالیسیو لومړیتوب دی.

هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت د یو مسؤل نظام په توګه د هیواد د پرمختګ لپاره پروګرامونه پیل کړي دي او هڅه کوي چې په سیمه کې د یو اغیزمن نظام په توګه خپل اقتصادي پرمختګ ته دوام ورکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button