سیمه
د صهیونیستانو لیونی بریدونه د غزې په تړانکه کی
نن سهار د وری ۲۸ مه نیټه سیمه بیازو سرچینو د غزې په شمالی سیمو د صهیونیستی پوځیانو د وحشیانه حملو خبر ورکړ.
عبری رسنۍ «يدیعوت احارونوت» ليکلي چې د غزې په شمال کې د صهيونيستی پوځ له خوا د ډيرو سختو بريدونو راپورونه يې ترلاسه کړي دي.
دفلسطین خبری اژانس «شهاب» هم خبر ورکړی چې د اشغالگرو جنګی الوتکو او توپخانې په دغو سیمو د سختی بمبارۍ په حال کی دی.
څو دقیقی وروسته الجزیری د غزې په جنوب کی د رفح ښار په لویدیځو سیمو کی د صهیونیست رژیم د جنګیالیو د دوو حملو خبر ورکړ.
د دغه راپور له مخې د فلسطین د اشغالگرو پوځیانو لخوا د رفح ښار په لویدیځ کی د «تل السلطان» په سیمه کی په یو کور د بمبارۍ له امله یو شمېر فلسطینیان شهیدان او ژوبل شول.