سیمهنړۍ

ملګري ملتونه په غزه کې د مرستو پر کاروانونو د اسراییلو بریدونه قصدي بولي

ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په یوه بیان کې ویلي چې د غزې په تړانګه کې د مرستو پر کاروانونو او امنیتي ټیمونو باندې د صهیونیسټ رژیم پرله پسې بریدونه قصدي او پلان شوي وو.

نړیوال سازمان ټینګار وکړ چې دا بریدونه په غزه کې د فلسطیني ملکي وګړو ترمنځ د بشري بحران په زیاتولو او د قحطۍ په خپریدو کې مستقیم رول لوبوي.

دا بیان په داسې حال کې خپور شو چې په غزه کې نښتې او بشري مرستو ته د لاسرسي محدودیتونه دوام لري، او په سیمه کې بشري وضعیت خورا خراب بلل کیږي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button